د اسلامي مرستې تنظيم د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې د تش لاسې فلسيطيني وګړو د عامې وژنې سخته غندنه،

القدس د اسرائيل پلازمينه ګرځولو امريكائي ګام د فلسطيني اولس په قانوني ٬ تاريخي ٬ فطري او قامي حقونو بريد او د امن امكاناتو ٬ نړيوال امن او سلامتيا له په قصد سره د خطرو پېدا كولو يوه هڅه ده۔ استنبول كښې د اسلامي مرستې تنظيم او آئي سي د مشرانو غېر معمولي غونډې د ګډې اعلاميه

د اسلامي مرستې تنظيم د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې د تش لاسې فلسيطيني وګړو د عامې وژنې سخته غندنه، 
القدس د اسرائيل پلازمينه ګرځولو امريكائي ګام د فلسطيني اولس په قانوني ٬ تاريخي ٬ فطري او قامي حقونو بريد او د امن امكاناتو ٬ نړيوال امن او سلامتيا له په قصد سره د خطرو پېدا كولو يوه هڅه ده۔ استنبول كښې د اسلامي مرستې تنظيم او آئي سي د مشرانو غېر معمولي غونډې د ګډې اعلاميه

استنبول د اسلامی مرستې تنظيم (او آئی سی) د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې د تش لاسې فلطسيني وګړو د عامې وژنې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره نړيوالو ورورولۍ ته خواست كړې چې هغه دې د اسرائيلي ظلم زور او زياتي نوټس واخلي۔ القدس د اسرائيل پلازمينه ګرځولو امريكائي ګام د فلسطيني اولس په قانوني ٬ تاريخي ٬ فطري او قامي حقونو بريد او د امن امكاناتو ٬ نړيوال امن او سلامتيا له په قصد سره د خطرو پېدا كولو يوه هڅه ده۔

القدس شریف د اسرائيل پايه تخت تسليمونكو يا دغلته د خپلو سفارتونو وړونكو هېوادونو په ضد به مناسب سياسي ٬ اقتصادي او د بېل نوعيت ګامونه پورته كولې شي۔ دا خبره د تركيه ښار استنبول كښې د اسلامي مرستې تنظيم او آئي سي د مشرانو غېر معمولي غونډې په پايه كښې جاري كړې شوې اعلاميه كښې شوې۔ د ګډې اعلاميه كښې وئيلې شوي چې دا غونډه د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيلي جارحيت او القدس كښې د امريكائي سفارت غېر قانوني پرانستې په نتيجه كښې د رامخې ته شوي صورتحال جاج اخستلو له د تركيه اولس مشر رجب طیب اردوان په بلنه د مئي په 18 مه نېټه كال 2018ﺀ استنبول كښې وشوه۔

غونډه كښی د فلسطين مقبوضه سيمو كښې د خطرناك صورتحال او مخ په زياتېدونكي تاؤ تريخوالي جاج واخستلې شو۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو د سعودي عربستان ښار دهران كښې د عرب ليګ 29 مې د مشرانو غونډه كښې د فلسطين په اړه قراردادونو او د مشرانو غونډې ته د"القدس سمټ" نامې په وركولو د سعودي باچا شاہ سلمان بن عبدالعزیز د ګام ستائنه وكړه۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو په دې زور راوړو چې د او آئی سی بنیادی مقصد د القدس شریف تاریخی ، قانونی او روحانی اهمیت ته تحفظ وركول او د اسرائيل لخوا د هر ډول خلاف ورزيو مخنيوې له ضروري ګامونه پورته كول او د اسرائیل نو آبادیاتی او نسل پرستانه پالېسيو په ضد د فلسطيني اولس ملاتړ كول دي۔

ګډون كوؤنكو په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې چرته چې تش لاسې فلسطيني وګړي د خپلو حقونو لپاره سوليز احتجاج كوي د اسرائيلي پوځ د مجرمانه ګامونو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ ګډون كوؤنكو په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې رامخې ته شويو پېښو كښې د 60 فلسطيني وګړو د شهادت او د 27 سوه نورو د ژوبل كېدو ذمه وار اسرائيل ګرځولو سره ووئيل د امريكا په مرسته په كومه كښې چې په سلامتي كونسل كښې قبضې لپاره اسرائيل ته د شيلډ وركول هم شامل دي او ډاډ اسرائيلي ځواكونه دا ډول وحشيانه جرمونه كوي۔

دا غونډه په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه په سلامتي كونسل زور راوړي چې هغه دې د فلسطين په اړه د نړيوال قانون او نظم تحفظ ذمه وارۍ په ځائې وساتي۔ نړيواله ورورولي او سلامتي كونسل دې اسرائيل احتساب سره مخ كولو له خپلې قانوني او اخلاقي ذمه وارۍ عملي كړي او فلسطيني وګړو ته تحفظ وركولو له دې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ د ګډې اعلاميه كښې د فلسطینی ودانۍ تحفظ له د نړيوال ځواك په ځائې كولو زور راوړلې شو۔

اعلامیه كښې د او آئی سی جنرل سېکټرېټ ته خواست وكړې شو چې هغه دې په غزه كښې د تش لاسې فلسطيني وګړو په ضد د اسرائيلي ځواك د زور ظلم او زياتي تحقيقاتو جاج اخستلو له د پوهانو د آزادې كمېټۍ جوړولو له زر تر زره ګامونه پورته كړي۔ اعلاميه كښې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل ٬ عمومي اسمبلۍ ٬ عمومي سېكتر ٬ د بشري حقونو كونسل او بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو په خاص استازي او نورو اړوند ادارو هم زور راوړلې شو چې هغه دې د تحقيقاتو نړيوالې كمېټۍ جوړولو له ضروري ګامونه پورته كړي۔

د ګډې اعلاميه كښې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل او د بشري حقونو په كونسل زور راوړلې شو چې هغه دې په دې لړ كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او دا مسئله دې د عمومي اسمبلۍ ٬ سلامتي كونسل او بشري حقونو په ايجنډا په سمدستي توګه راوړلو له ټولو هېوادونو ته بلنه وركړي۔ د ګډې اعلاميه كښې د فلسطين مسئلې رامخې ته كولو له نړيوالو او سيمه ايزو تنظيمونو كومو كښې چې عرب لیګ، اروپائي ائتلاف او افريقائي يونين شامل دي سره په ګډه كار كولو له د خپل عزم پخلې وكړې شو۔

غړو هېوادونو د 4 جون 1967 سرحدونو په بنياد د آزاد فلسطيني رياست چې پايه تخت به ئې القدس الشريف وي جوړېدو او د فلسطيني اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ كولو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ د ګډې اعلاميه كښې د امريكائي اولس مشر القدس د اسرائيل پايه تخت ګرځولو پرېكړه مسترد كړې شوه او دا ګام ئې د فلسطيني اولس په قانوني ٬ تاريخي ٬ فطري او قامي حقونو بريد او د امن امكاناتو ٬ نړيوال امن او سلامتيا له په قصد سره د خطرو پېدا كولو هڅه وګرځولو۔

د ګډې اعلاميه كښې القدس الشريف كښې د امريكائي سفارت د پرانستې غندنه وكړې شوه او دا د اسلامي نړۍ ٬ د فلسطيني وګړو حقونو او د بشري حقونو نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي وګرځولې شوه۔ دا غونډه القدس شريف د فلسطين مستقل پايه تخت ګرځولو له د خپل عزم پخلې كوي۔ غونډه كښې د دې عزم پخلې وكړې شو چې څوك هم دا ډول شرمناك ګام پورته كړي مناسب ځواب به وركولې شي۔

نور هېوادونه د خپلو سفارتخانو القدس ته وړلو څخه منع كولو له به ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ د ګډې اعلاميه كښې د ګوئټے مالا هم غندنه وكړې شوه كوم چې خپل سفارت القدس ته منتقل كړې۔ د ګډې اعلاميه كښې غړو هېوادونو ته ووئيلې شو چې هغوي دې شريك كاز لپاره په نړيوالو فورمونو د او آئي سي لخوا وړاندې كړې شويو قراردادونو ملاتړ وكړي۔ په غړو هېوادونو ، او آئی سی جنرل سېکټریټ ، د او آئی سی په نورو ادارو او په خاص توګه څانګو زور راوړلې شو چې هغه دې القدس د اسرائيل پايه تخت ګرځولو يا د امريكا القدس الشريف ته د سفارت منتقل كولو ملاتړ كوؤنكو هېوادونو ٬ چارواكو ٬ پارلماني غړو ٬ كمپنيو او شخصياتو په ضد د بندېزونو لګولو په لړ كښې ضروري ګامونه پورته كول باوري كړي۔

غړو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ څخه د اسرائيلي مصنوعاتو د بائيكاټ او په دې د بندېز لګولو غوښتنه وكړې شوه۔ د ګډې اعلاميه كښې په امريكه زور راوړلې شو چې هغه د اسرائيل د نوآبادياتي قبضې په ضد ګام پورته كړي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوال قانون ترمخه بشپړ امن له خپل بې پرې رول ولوبوي۔ د ګډې اعلاميه كښې د القدس الشريف اسلامي او مسيحي تشخص په ځائې ساتلو له د ټولو ضروري وسائلو رسنې او په دې لړ كښې یونیسکو او نورو ادارو سره په ګډه كار كولو له د لوظ پخلې وكړې شو۔ د ګډې اعلاميه كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ قرارداد نمبر 194ء ترمخه د ټولو فلسطینی كډوالو خپلو سيمو ته د بېرته تلو ملاتړ وكړې شو۔