د چين حكومت پھ هېواد كښې د اصلاحاتو عمل تند كړی٬تسلسل او استحكام د چين د تاريخي سفر بنيادي اصول دي٬هيله ده چې س پیك منصوبه به د اولس مشر شي جن پنګ پھ مشرۍ كښې بشپړه شي۔چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد مركه

د چين حكومت پھ هېواد كښې د اصلاحاتو عمل تند كړی٬تسلسل او استحكام د چين د تاريخي  سفر بنيادي اصول دي٬هيله ده چې س پیك منصوبه به د اولس مشر شي جن پنګ پھ مشرۍ كښې بشپړه شي۔چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد مركه

بيجنګ (پاکستان نیوزپوائنٹ17اکتوبر2017ء) چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد وئېلي دي د كميونسټ ګوند او اولس مشر شي جن پنګ په مشرۍ كښې د چين حكومت هېواد كښې د اصلاحات عمل تند كړی۔ تسلسل او استحكام د چين د تاريخي بدلون سفر بنيادي اصول دي۔هيله ده چې د چين اولس به د غوره ټولنې جوړولو او د بې وسۍ ختمولو كښې كاميابي ومومي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان چين اقتصادي راهدارۍ 19م قامي كانګرېس په مهال يوه مركه كښې وكړه۔

ده ووئيل چين د تېرو 5 كلونو په مهال په سائنسي څېړنه ٬ پرمختګ ٬ كميونيكېشن او د بنيادي اډانې په څانګو قامي دفاع او اقتصادي څانګو كښې زيات پرمختګ كړے۔ ده ووئيل د شی جن پنګ په مشرۍ كښې د چين پاكستان اقتصادي راهداري كمېټۍ مشرتابه چين ته زياته ترقي وركړې۔ چین د خپل پوځي او اقتصادي قوت خپل اعزاز يو ځل بيا ترلاسه كړې۔چين ځان په نړيواله كچه د كامرس ٬ تجارت او رابطه سازۍ مركز ګرځولې دے ٬ بلخوا باقي پاتې نړۍ د اطمينان نشتوالي ٬ د اقتصادي انحطاط او عدم استحكام سره مخ ده۔ ده ووئيل د اولس مشر شي جن پنګ په مشرۍ كښې سي پېك كمېټي ذمه وارۍ سره او په سپېځلي ډول خپل كار كوي او هيله ده چې دا منصوبه به په غوره ډول پايې ته ورسي۔