قومي اتهلېټكس چېمپئن شپ به راتلونكې كال په اپرېل كښې كېږي

قومي اتهلېټكس چېمپئن شپ به راتلونكې كال په اپرېل كښې كېږي

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ11نومبر2017ء) قومي اتهلېټكس چېمپئن شپ به راتلونكې كال په اپرېل كښې كېږي۔ د پاكستان اتهلېټكس فېډرېشن صدر مېجر جنرال ﴿ر﴾ محمد اكرم ساهي وئيلي دي چې په دې چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه 15 لوبډلو ته د ګډون كولو بلنه وركولې شي چې پكښې پاکستان آرمي، پاکستان نېوي، پاکستان ایئرفورس، پاکستان واپډا، پاکستان رېلوے، ہائرایجوکیشن کمیشن ، پاکستان پولیس، پنجاب، سندھ، بلوچستان ، خېبرپښتونخوا، آزاد جمو کشمیر، ګلګت بلتستان، فاټا او اسلام آباد لوبډلې شاملې دي۔