قومي لوبډلې په نيپال انټرنېشنل تائيكوانډو چېمپئن شپ كښې څلور مېډلز وګټل

قومي لوبډلې په نيپال انټرنېشنل تائيكوانډو چېمپئن شپ كښې څلور مېډلز وګټل

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 21 مئی 2018ء) قومي لوبډلې په نيپال انټرنېشنل تائيكوانډو چېمپئن شپ كښې څلور مېډلز وګټل۔ په دې چېمپئن شپ كښې څلورو پاكستاني لوبغاړو ګډون وكړو او څلورو واړو په چېمپئن شپ كښې مېډلز ترلاسه كړل چې پكښې دوه د سرو زرو٬ يو د سپينو زرو او يو د پيتلو مېډل شامل دے۔ د قومي لوبډلې لوبغاړي عالمګير په 58 كلوګرام او وقار په 87 كلوګرام كښې د سرو زرو تمغې ترلاسه كړې۔ عدنان په 68 كلوګرام كښې د سپينو زره او رفيع الله په كاتا كښې د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ دا چېمپئن شپ د مئي د 17مې نېټې نه تر 20مه نېټه په نيپال كښې وشو چې پكښې د 14 هېوادونو لوبغاړو ګډون وكړو.