آل پاكستان اوپن ټېنس چېمپئن شپ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

آل پاكستان اوپن ټېنس چېمپئن شپ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ11نومبر2017ء) د پنجاب لان ټېنس اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې آل پاكستان اوپن ټېنس چېمپئن شپ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د نومبر په 12مه نېټه په باغ جناح لاهور كښې پېل كېږي۔ د پنجاب لان ټېنس اېسوسي اېشن لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې په دې چېمپئن شپ كښې به د نارينا او ښځينه لوبغاړو ترمېنځه مېنز سنګلز٬ ډبلز٬ لېډيز سنګلز٬ ډبلز٬ بوائز انډر 10 ٬ انډر 14 او د انډر 18 مقابلې كېږي۔ د اېسوسي اېش له مخې چېمپئن شپ كولو لپاره ټول انتظامات شوي دي۔