د پاكستان تائيكوانډو فېډرېشن چيئرپرسن صبا شميم جدون د تائيكوانډو قومي لوبډلې ته مباركي وركړه

د پاكستان تائيكوانډو فېډرېشن چيئرپرسن صبا شميم جدون د تائيكوانډو قومي لوبډلې ته مباركي وركړه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 21 مئی 2018ء) د پاكستان تائيكوانډو فېډرېشن چيئرپرسن صبا شميم جدون په نيپال انټرنېشنل تائيكوانډو چېمپئن شپ كښې په څلور مېډلز ګټلو د تائيكوانډو قومي لوبډلې ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې دا مونږ لپاره ډېره د فخر خبره ده چې په دې چېمپئن شپ كښې زمونږ څلور لوبغاړو ګډون كړے او څلورو واړو مېډلز ترلاسه كړي دي۔ په قومي لوبډله كښې شامل لوبغاړي عالمګير په 58 كلوګرام او وقار په 87 كلوګرام كښې د سرو زرو تمغې ترلاسه كړې۔ عدنان په 68 كلوګرام كښې د سپينو زره او رفيع الله په كاتا كښې د پيتلو تمغه ترلاسه كړې.