کلبھوشن یادیو بايد منطقي انجام سره مخ كړے شي۔ هند يو اړخ ته د ښو اړيكو خبره كوي او بلخوا ترهه ګري كوي۔ ساجد خان طوری

کلبھوشن یادیو بايد منطقي انجام سره مخ كړے شي۔ هند يو اړخ ته د ښو اړيكو خبره كوي او بلخوا ترهه ګري كوي۔ ساجد خان طوری

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13اپریل2017ء) فاټا څخه د قامي اسمبلۍ غړي ساجد خان طوری وئيلي چې هند څو كلونو څخه پاكستان كښې ترهه ګري كوي۔ هند فاټا كښې هم د خپلو ايجنټانو د لارې د ځينې كسانو ترهګرۍ پلو د راوستلو ناكامه هڅه كړې۔ د زيارت په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل چې د هېواد سلامتيا په ضد كار كوؤنكے هندي ايجنټ کلبھوشن یادیو بايد خپل منطقي انجام سره مخ كړې شي۔ ده ووئيل هند يو اړخ ته د ښو اړيكو خبره كوي او بلخوا ترهه ګري كوي۔ ساجد طوری ووئيل هندي وزيراعظم او وزيران بايد خپل كار سره كار ولري ٬ پاكستان د چا دړكو نه وېرېدونكې نه دے۔ هندي ايجنټ ته بايد د قانون مطابق سزا وركړې شي۔