مريم نواز شريف به د سباؤن لارښوده وي٬د هغې لاره څوك نشي نيولې٬ د پاكستان د بقاﺀ او سلامتيا لپاره به يوموټې كېدل وي٬د پارلمان او سياستمدارو دې هم احترام وكړی شي۔د مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړي ميا عبدالمنان قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10 مئی 2018ء) د مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړي ميا عبدالمنان وئېلي دي مريم نواز شريف به د سباؤن لارښوده وي٬د هغې لاره څوك نشي نيولې ٬د پاكستان د بقاﺀ او سلامتيا له به يوموټې كېدل وي٬د پارلمان او سياستمدارو دې هم احترام وكړی شي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې ده ووئيل مونږ د عدليې او پوځ احترام كوو بايد د پارلمان او سياستمدارو هم احترام وكړی شي۔

ده ووئيل مونږ خپلو حلقو ته ځو او وګړي به زمونږ پريكړه كوي چې مونږ اولس له څه كړې دي كنه۔ده ووئيل په بجټ كښې د كركيلې پشمول ځينو څانګو له ښه اقدامات شوي چې ورسره به هېواد پرمختګ وكړي او د روزګار موقعې به راپیدا شي۔ده ووئيل لوډشېډنګ كم شوې او د نيلم جهلم هائيډرو پراجېكټ پشمول ګڼې پروژې بشپړیدونكې دي۔