ازبکستان د مينځنۍ آسياء تر ټولو مهم هېواد دے ٬ پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ د اولس مشر ممنون حسېن ازبکستان لپاره نومول شوي سفير ډاكټر عرفان یوسف شامي سره ملاقات كښې خبرې

ازبکستان د مينځنۍ آسياء تر ټولو مهم هېواد دے ٬ پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ د اولس مشر ممنون حسېن ازبکستان لپاره نومول شوي سفير ډاكټر عرفان یوسف شامي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اپریل2017ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې ازبکستان د مينځنۍ آسياء تر ټولو مهم هېواد دے ٬ پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ اولس مشر دا خبره د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ازبکستان لپاره نومول شوي سفير ډاكټر عرفان یوسف شامي سره په خبرو كښې وكړه۔ اولس مشر ډاكټر عرفان یوسف شامي ته د ازبکستان په سفير غوره كېدو مباركي وركولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې ته اړتيا ده او دې لپاره ضروري ده چې تجارتي حجم زيات كړې شي ۔

ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زمكې لارو او د ګاز پائپ لائن منصوبې بشپړولو ته دې پاملرنه وكړې شي دغسې چې پاكستان كښې د توان مسئله زر تر زره حل كړې شي۔ اولس مشر نامزد سفير ته امر وكړو چې د كركيلې او مواصلاتو په څانګه كښې د ازبكستان تجربو څخه ګټه پورته كولو لپاره دې لائحه عمل جوړه كړې شي۔ اولس مشر سفير ته ووئيل د پاكستان مصنوعات په موثره توګه وړاندې كولو لپاره دې ازبكستان كښې ډسپلے سنټر جوړ كړې شي دغسې چې برآمدات زيات شي۔

ده دې مقصد لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ كارولو لپاره د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ نه د مرستې اخستو امر وكړو۔ اولس مشر د پوهنتونونو او چېمبرز آف كامرس سره د روابطو زياتولو هم امر وكړو۔ په دې موقع ازبکستان لپاره نومول شوي سفير ډاکټر عرفان یوسف شامي په خپله ټاكنه د اولس مشر مننه وكړه او وې وئيل چې ھغه به د خپلو تجربو په رڼا كښې د دواړو هېوادونو اړيكې لا مستحكم كولو لپاره بشپړه كردار لوبوي۔