په چين كښې به د ماربل٬ ګرينائيټ او د نورو آرائشي كاڼو نړيوال نندارتون سږ كال په مارچ كښې كېږي

په چين كښې به د ماربل٬ ګرينائيټ او د نورو آرائشي كاڼو نړيوال نندارتون سږ كال په مارچ كښې كېږي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22جنوری2018ء) په چين كښې به د ماربل٬ ګرينائيټ او د نورو آرائشي كاڼو نړيوال نندارتون سږكال په مارچ كښې كېږي چې پكښې د پاكستان ګڼ شمېر كمپنې او تجاران ګډون كوي۔ د ټي ډي اے پي له مخې دا نندارتون به د مارچ په شپږمه نېټه پېل كېږي او د مارچ تر 9مه نېټې به دوام ولري۔ پاكستان د ماربل ذخيرو په اړه د نړۍ په لويو لسو هېوادونو كښې شامل دے۔ په پاكستان كښې د ماربل د 64 نه زيات اقسام شته۔ د ماربل صنعت د 30 زرو نه زياتو كسانو ته روزګار هم وركوي۔