د کراچۍ عملياتو څخه د ترهه ګرۍ 90 فيصده٬ په هدفي وژنو كښې 91 فيصده٬ د قتل په كاروائيو كښې 62 فيصده او د شوكې پېښو كښې 48 فيصده كمي راغلے٬ د عملياتو په مهال 33378 ټوپكې او بېلا بېل ډول وسله هم ترلاسه شوې۔ داخله وزارت

د کراچۍ عملياتو څخه د ترهه ګرۍ 90 فيصده٬ په هدفي وژنو كښې 91 فيصده٬ د قتل په كاروائيو كښې 62 فيصده او د شوكې پېښو كښې 48 فيصده كمي راغلے٬ د عملياتو په مهال 33378 ټوپكې او بېلا بېل ډول وسله هم ترلاسه شوې۔ داخله وزارت

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 5اپریل2017ء) په كراچۍ كښې د روانو عملياتو په مهال 33378 ټوپكې او بېل بېل ډول وسله برآمد شوې او د عملياتو په نتيجه كښې په ترهه ګرۍ كښې 90 فيصده٬ په هدفي وژنو كښې 91 فيصده٬ د قتل په كاروائيو كښې 62 فيصده او د شوكې په پېښو كښې 48 فيصده كمي راغلے۔ د داخله وزارت ذريعو له مخې قانون نافذ كوٶنكو ادارو په نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد كولو سره د كركې خپرونكو تقريرونو٬ د انتها خوښۍ لټرېچر ساتونكو او وېشونكو او د لاٶډ سپيكر په ناسم كارولو 17562 مقدمات درج كړي دي چې له مخې ئې 19289 كسان نيول شوي٬ دغسې 19 دوكانونه سيل كړې شوي او 5141 آلات په قبضه كښې اخستل شوي دي۔

د ذريعو له مخې د كركې خپرونكو تقريرونو٬ د انتها خوښۍ په لټرېچر ساتولو او وېشولو 1335 مقدمې درج كړې شوې او 2465 كسان نيول شوي۔ دغسې د لاٶډ سپيكر په غلط استعمال 16267 مقدمات درج كړې شوي او 16824 كسان نيول شوي دي۔ د داخله وزارت رېكارډ له مخې په هېواد كښې 64 تنظيمونه لغوه ګرځول شوي دي او درې په نګرانۍ كښې ساتل شوي دي۔ ذريعو ووئيل چې 8309 كسان په فورته شېډول كښې شامل كړې شوي دي او د 2052 كسانو په تګ راتګ بندېز لګول شوے دے۔