د فاټا د ضرب عضب عملياتو كښې ځپل شوې 3 لكه 36 زره كورنۍ خپلو سيمو ته ورسېدې۔ اېف ډي اېم اے

د فاټا د ضرب عضب عملياتو كښې ځپل شوې 3 لكه 36 زره كورنۍ خپلو سيمو ته ورسېدې۔ اېف ډي اېم اے

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 02مارچ2017ء) قبائيلي سيمو ته په عارضي توګه د بې كوره شويو كډوالو د ستنېدو لړې روانه ده او تر اوسه د فاټا د ضرب عضب عملياتو كښې ځپل شوې 3 لكه 36 زره كورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ ستنېدونكو ته 25 زره روپې نغد ګرانټ او 10 زره روپې د ټرانسپورټ په مد كښې وركولې شي۔ د اېف ډي اېم اے چارواكو له مخې د ترهګرو په ضد په ضرب عضب عملياتو كښې د ځپل شويو كسانو كورونو ته د ستنېدو لړې روانه ده او تر اوسه 3 لكه 36 زره كورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ د خوراك نړيوال پروګرام له مخې ستنېدونكو كسانو ته 6 مياشتو لپاره خوراك هم وركولې شي۔ د چارواكو له مخې د بې كوره شويو كسانو د ستنېدو عمل به د د اپرېل تر لسمه نېټه ترسره شي۔