د پنجاب په بلدياتي ټاكنو كښې يو ځل بيا د مسلم ليګ (ن) كانديدانو كاميابي د وزيراعظم نواز شريف په پرمختيائي ايجنډا د اولس باور دے۔

اولس د احتجاج او تورونو سياست يو ځل بيا رد كړو۔ د وزیراعظم وياند مصدق ملک د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز سره په ګډه خبري كنفرنس

د پنجاب په بلدياتي ټاكنو كښې يو ځل بيا د مسلم ليګ (ن) كانديدانو كاميابي د وزيراعظم  نواز شريف په پرمختيائي ايجنډا د اولس باور دے۔
اولس د احتجاج او تورونو سياست يو ځل بيا رد كړو۔ د وزیراعظم وياند مصدق ملک د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز سره په ګډه خبري كنفرنس

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) د وزيراعظم وياند مصدق ملك وئيلي دي د پنجاب په بلدياتي ټاكنو كښې يو ځل بيا د مسلم ليګ (ن) كانديدانو ښكاره كاميابي تر لاسه كړې ٬دا د وزيراعظم نواز شريف په پرمختيائي ايجنډا د اولس د باور څرګندونه ده۔ اولس د احتجاج او تورونو سياست يو ځل بيا رد كړے دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د وزیراعظم وياند مصدق ملک د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز سره په ګډه خبري كنفرنس ته وكړه۔

ده ووئيل د کنټونمنټ بورډ ٬ بلدياتي ٬ د ګلګت بلتستان ٬ د آزاد كشمير او ضمني ټاكنو كښې پاكستان مسلم ليګ (ن) ښكاره كاميابي ترلاسه كړې۔ ده ووئيل اولس يو ځل بيا دړكې وركوونكي او د تورونو او احتجاج سياست كوؤنكي رد كړي دي۔ ده ووئيل اولس ته يو ځل بيا مباركي وركوم چا چې په صحيح معنو كښې ثابته كړه چې وزيراعظم نواز شريف هېواد د پرمختګ په لار روان كړې۔

هېواد ته به برېښنا راشي٬ د سړكونو جال به خپور شي او پرمختګ به وشي۔ ده ووئېل سي پېك سره به د هېواد تقدير بدل شي۔ ده ووئيل د پنجاب ځائي حكومتونو په ټاكنو كښې د ضلع کونسل 35 څخه په 25 چوكو او د میونسپل کمېټو 12 څخه په 11 چوكو غېر سركارې او غېر حتمي نتيجو كښې مسلم ليګ (ن) ښكاره كاميابي ترلاسه كړې۔۔ دانيال عزيز ووئيل ټاكنو كښې د ټګۍ تورونه او تهمتونه لګوونكي يو ځل بيا اولس رد كړي ۔ ده ووئيل کے پی کے كښې د ځائي حكومتونو په ټاكنو كښې د 28 قيمتي ځانونو زيان شوے د كومو لپاره چې د كمېسون جوړولو وعده شوې وه خو هغه كمسون لا جوړ نشو۔ ده ووئيل په نورو تورونه لګوؤنكے عمران خان دې ووائي چې د ملازمانو په نامه كاروبار د چا دے۔ )وا/ض ض/ګ ل/2141)