وزيراعظم محمد نواز شريف د بزرګ سياستدان معراج محمد خان په مړينه خواشيني وښودله

وزيراعظم محمد نواز شريف د بزرګ سياستدان معراج محمد خان په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔22 جولائی۔2016) وزيراعظم محمد نواز شريف د بزرګ سياستدان معراج محمد خان په مړينه خواشيني ښودلې۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې وزيراعظم د يو سياستدان او د ښه انسان په حېث د هغه كردار ستائلو سره ووئيل چې جمهوريت لپاره د معراج محمد خان هڅې بې مثاله دي۔ ده ووئيل چې معراج محمد خان يو عزم لرونكې سياستدان و كوم چې د قومي سياسي تاريخ په مهال په مشكل دور كښې جمهوريت لپاره ډېرې هڅې كړې دي او د دې هڅو په نتيجه كښې به هغه ياد ساتلې شي۔ وزيراعظم دعا وكړه چې الله تعالٰي دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنې ته د زغم توفيق وركړي۔ ﴿م ع/ وس 1335﴾