د 10 روپو سكه جاري كړې شوه

د 10 روپو سكه جاري كړې شوه

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 24اکتوبر2016ء) د سټېټ بانك آف پاكستان لخوا د 10 روپو سكه په باقاعده توګه جاري كړې شوې۔ سټېټ بانك وفاقي حكومت ته د يو نوټيفيكېشن د لارې د 10 روپو سكې جاري كولو اجازه وركړې وه د دې په نتيجه كښې د اكتوبر 24 نېټې 2016 څخه په باضابطه توګه د 10 روپو سكه جاري كړې شوه۔ د دې سكې رنګ زيړ او وزن ئې 5.5 ګرام دے۔ په يو ئي مخ سپوږمۍ او 5 ستوري او په اردو كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان عبارت او د اجراﺀ كال درج كړې شوې او په بل اړخ د فېصل مسجد تصويرو وركړې شوې۔