د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د نادرا بورډ غونډه

د نادرا چارواكو د اړخه د مياشتې په 45 لكه په كرايه عمارت نيولو د خفګان څرګندونه

د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د نادرا بورډ غونډه
د نادرا چارواكو د اړخه د مياشتې په 45 لكه په كرايه عمارت نيولو د خفګان څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 30ستمبر 2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د نادرا بورډ غونډه وشوه چې پكښې داخله وزير د نادرا چارواكو د اړخه د مياشتې په 45 لكه روپې كرايه عمارت نيولو د خفګان څرګندونه كړې ده ۔ تفصيلاتو له مخې د ياد شوي بېلډنك د 18 مياشتو كرايه هم اېډوانس وركړې شوې دغسې د بلډنګ په ښكلا د 10 كروړو روپو اندازه هم لګولې شوې ده ۔

داخله وزير چوهدري نثار علي خان اېف آئي اے ته د معاملې پلټنو امر وكړو۔ده سپارښتنه وكړه چې د كرايه په حقله دې اېف آئي اے د نادرا او نېسپاك چارواكو په ضد په يوه اونۍ كښې پلټنې بشپړې كړي شي ۔ده ووئيل اېف آئي اے دې پلټنې وكړي چې نادرا ته د دې بلډنګ حاجت ؤ او كنه او د دې ودانۍ كوم بل داسې متبادل ؤ يا نه ؟نه ۔ ده نادرا كښې د مالي بدنظمۍ مخ نيوي باوري كولو له د نادرا چيئرمېن څخه مالي صوابديدي اختيارات بېرته د نادرا بورډ ته وسپارل۔

ده سپارښتنه وكړه چې د مالي اختياراتو په حقله دې ښكاره پالېسي مرتب كړې شي۔داخله وزير ووئيل د اولس يوه يوه پېسه امانت دے ناوړه كارول دې بند كړې شي ۔ ده په بې ضابطو داخله وزير اېف آئي اے ته د پخواني چيئرمېن امتياز تاجر په ضد د پلټنو هم امر وكړو۔ده ته په غونډه كښې د شناختي كارډونو د تصديق كمپائن تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔د شناختي كارډنو د تصديق كمپائن تراوسه 90.57 ملينهشناختي كارډونو تصديق شوې او تراوسه 58 زره غېر ملكيان پھ ګوته كړې شوي۔

چوهدري نثار علي خان د نادرا كاركردګۍ او چارو په حقله د خفګان څرګندونې سره ووئيل د انتظامي او مالي آزادو سره هم د نادرا كاركردګي هغه معيار ته نه ده رسېدلې د كومو چې مونږ هيله لرله۔ده ووئيل په نادرا سنټرو كښې اوس هم وګړيو سره بدتميزي كېږي۔داخله وزير د نادرا چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د شناختي كارډ بلاك كولو تګلاره سمه كړئ ۔ده امر وكړو چې نادرا دې په يوه مياشت كښې خپله كاركردګي ښه كړي۔