ملي نېټ بال جام به د جنورې په پائې كښې پېل كېږي

ملي نېټ بال جام به د جنورې په پائې كښې پېل كېږي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 30دسمبر2016ء) د پاكستان نېټ بال فېډرېشن تر سيوري لاندې د پاكستان سپورټس بورډ په مرسته قومي نېټ بال چېمپئن شپ به راتلونكې مياشت د جنورې د 31مې نېټې نه پېل كېږي كوم به چې د فرورې په 4مه نېټه پاې ته رسي۔ دا چېمپئن شپ به په سپورټس كمپلېكس اسلام آباد كښې كېږي۔ په چېمپئن شپ كښې به څلور واړه صوبې٬ د پاكستان آرمي٬ واپډا٬ رېلوے٬ نېوي٬ پوليسو٬ اېچ اي سي٬ اسلام آباد٬ فاټا٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان لوبډلې برخه اخلي۔(وا/وس/1429)