پاكستان بلائنډ كركټ كونسل به د نېپال په ضد سېريز كولو لپاره د 15 كسيزه قومي ښځينه لوبډلې اعلان (نن) كوي

پاكستان بلائنډ كركټ كونسل به د نېپال په ضد سېريز كولو لپاره د 15 كسيزه قومي ښځينه لوبډلې اعلان (نن) كوي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز29دسمبر 2018ء) پاكستان بلائنډ كركټ كونسل به د نېپال په ضد د پنځو مېچونو هوم سېريز لپاره د 15 كسيزه قومي ښځينه لوبډلې اعلان (نن) د اتوار پھ ورځ دسمبر په 31مه نېټه كوي۔ د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل چيئرمېن سيد سلطان شاه ووئيل چې دې ايونټ لپاره د قومي لوبډلې انتخاب په لړ كښې د مېرمنو د بلائنډ كركټ لوبډلې څلورم كېمپ په پېنډې كښې روان دے۔ په كېمپ كښې قومي لوبغاړو ته د جديد او لوړ معيار تربيه وركولې شي۔ ده ووئيل چې په دې كېمپ كښې د ټول هېواد څخه 25 منتخب نابينا لوبغاړې ګډون كوي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او د نيپال د بلائنډ ښځينه لوبډلو ترمېنځه وړومبې نړيول سېريز به راتلونكې مياشت په پاكستان كښې كېږي۔