پاكستان بلائنډ كركټ كونسل به د نېپال په ضد سېريز كولو لپاره د 15 كسيزه قامې لوبډله د دسمبر په 31مه نېټه اعلان كړي

پاكستان بلائنډ كركټ كونسل به د نېپال په ضد سېريز كولو لپاره د 15 كسيزه قامې لوبډله  د دسمبر په 31مه نېټه اعلان كړي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) پاكستان بلائنډ كركټ كونسل به د نېپال په ضد د پنځو مېچونو هوم سېريز لپاره د 15 كسيزه قامي ښځينه لوبډلې اعلان د دسمبر په 31مه نېټه كوي۔ د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل چيئرمېن سيد سلطان شاه د نهې په ورځ اے پي پي ته ووئيل دې ايونټ لپاره د قومي لوبډلې انتخاب په لړ كښې د مېرمنو د بلائنډ كركټ لوبډلې څلورم كېمپ په پېنډې كښې روان دے۔ په كېمپ كښې قامي لوبغاړو ته جديده او د لوړ معيار تربيه وركولې شي۔ ده ووئيل په دې كېمپ كښې د ټول هېواد څخه 25 منتخب نابينا لوبغاړې ګډون كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او د نيپال د بلائنډ ښځينه لوبډلو ترمېنځه وړومبې نړيول سېريز به راتلونكې مياشت پاكستان كښې كېږي۔