قومي لوبډله په اېشين نېټ بال چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره مالېزيا ته لاړه

قومي لوبډله په اېشين نېټ بال چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره مالېزيا ته لاړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 11دسمبر2017ء) قومي لوبډله په اېشين نېټ بال چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره د ګل په ورځ مالېزيا ته لاړه۔ دا چېمپئن شپ د دسمبر په 13مه نېټه پېل كېږي چې پكښې شپږ لوبډلې ګډون كوي۔ په دې لوبډلو كښې د سنګاپور٬ پاكستان٬ هند٬ مالېزيا٬ برونائي او هانګ كانګ لوبډلې شاملې دي۔ د مالېزيا لوبډله به د ټائټل دفاع كوي۔ د پاكستان وړومبې مېچ به د دسمبر په 13مه نېټه سهار لس بجې د سنګاپور٬ دويم مېچ هم په دې ورځ ماښام شپږ بجې د هند او دريم مېچ د دسمبر په 14مه نېټه د هانګ كانګ په ضد وي۔ د مالېزيا په ضد به پاكستان مېچ د دسمبر په 15مه نېټه كوي۔