کوالالمپور (پاکستان نیوزپوائنٹ13نومبر2017ء) اے سی سی انډر 19 یوتھ ایشیا کپ كښې (نن) د نهې په ورځ د آخری ډلې میچ کېږي۔ تفصیلات له مخې څلورم یوتھ ایشیا کپ په ملائیشیا كښې روان دے، ټورنامنټ كښې به (نن) د نهې په ورځ وړمبې ميچ د ملائیشیا او نیپال ترمينځه كېږي۔ دويم ميچ كښې به د هند او بنګله دیش ډلو ترمينځه مقابله كېږي دغسې دريم میچ به د افغانستان او یو اے ای ترمينځه كېږي۔ د ټورنامنټ سیمی فائنلز به په 17 او 18 نومبر دغسې فائنل به په 19 نومبر کېږي۔
انډر 19 یوتھ ایشیا کپ كښې (نن) آخري میچ کېږي
7 کال لومړی