په نړيوال هاكي كپ ټورنامنټ كښې به د پاكستان او مالېزيا ترمېنځه مېچ ﴿سبا﴾ كېږي

په نړيوال هاكي كپ ټورنامنټ كښې به د پاكستان او مالېزيا ترمېنځه مېچ ﴿سبا﴾ كېږي

بهوبنشوار(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) په نړيوال هاكي كپ ټورنامنټ كښې به د پاكستان او مالېزيا ترمېنځه مېچ ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ كېږي۔ د پاكستان لوبډلې ته په وړومبي مېچ كښې د المان لوبډلې ماتې وركړې وه۔ د خبر له مخې د هاكې د 14م نړيوال كپ لوبې د هند په اړيسه ايالت كښې روانې دي چې پكښې به ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ پاكستان د مالېزيا لوبډلې په ضد مېچ كوي۔ د پاكستان لوبډلې ته دا مېچ ګټل ضروري دي ګني د ماتې په صورت كښې به ئې بل پړاؤ ته د تللو امكانات كم شي۔ د پاكستان لوبډله به درېم مېچ د دسمبر په 9مه نېټه د هالېنډ په ضد كوي۔