په 14م نړيوال هاكي كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ دوه مېچونه كېږي

په 14م نړيوال هاكي كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ دوه مېچونه كېږي

بهوبنشوار (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) په 14م نړيوال هاكي كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ د خبر له مخې د هاكې د 14م نړيوال كپ لوبې د هند په اړيسه ايالت كښې روانې دي۔ په دې ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ وړومبې مېچ به د انګلستان او د آسټراليا د هاكې لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ دغسې دوهم مېچ به د آئرلېنډ او چين ترمېنځه وي۔ د دې نړيوال كپ د سيمي فائنل مېچونه به د دسمبر په 15مه نېټه كېږي۔ فائنل مېچ به د دسمبر په 16مه نېټه كېږي۔ په ټورنامنټ كښې 16 لوبډلې ګډون كوي۔