د فټ بال په تازه نړيوال رېنكنګ كښې ارجنټائن په وړومبني نمبر دے

د فټ بال په تازه نړيوال رېنكنګ كښې ارجنټائن په وړومبني نمبر دے

زیورخ (پاکستان نیوز پوائنٹ 23دسمبر2016ء) د فټ بال نړيوال نتيظيم فيفا د فټ بال تازه رېنكنګ جاري كړے چې پكښې ارجنټائن په وړومبني نمبر دے٬ برازيل په دويم ٬ المان په درېم او دغسې پاكستان په فهرست كښې په 197 نمبر دے۔ د تفصيلاتو له مخې فيفا د مېنز فټ بال رېنكنګ جاري كړې ٬ د نړيوال كپ رنر اپ ارجنټائن 1634 پوائنټ سره په وړومبي نمبر دے ٬ برازيل 1544 پوائنټ سره په دوېم او المان 1433 پوائنټ سره په درېم نمبر راغلے٬ دغسې په څلورم چلي ٬ په پنځم بېلجيئم ٬ په شپږم كولمبيا ٬ په اووم فرانس ٬ په اتم پرتګال ٬ په نهم يورګوائې او سپېن په لسم نمبر دے۔ په نړيوال فيفا رېنكنګ كښې د پاكستان فټ بال لوبډله په 197 نمبر ده۔﴿م ع/ ګ ل 1726﴾