لائبیریا، جارج ویا د اولس مشر چوكۍ سنبال كړه

لائبیریا، جارج ویا د اولس مشر چوكۍ سنبال كړه

مونروویا (پاکستان نیوزپوائنٹ23جنوری2018ء) د فټ بال لیجنډ جارج ویا د لائبیریا د اولس مشر چوكۍ سوګند پورته كړو۔ د نړيوالې ميډيا له مخې جارج ویا پايه تخت مونروویا كښې په فټ بال په يو سټيډيم كښې په يوه دستوره كښې د اولس مشر د چوكۍ سوګند پورته كړو۔ په دې موقع ګڼ كسان موجود ؤ دغسې د افریقې د ځينو هېوادونو اولس مشرانو هم په دې دستوره كښې ګډون كولو۔ 51 كلن ویا په دې مهال ووئيل حکومت به د بدعنوانۍ ختمولو ته پام لرنه كوي او دا به زما د حكومت مقصد وي۔