سټريټ چائلډ فټ بال كپ كښې د سپينو زرو مېډل ترلاسه كولو څخه وروستو پاكستانۍ لوبډله ماسكو څخه هېواد ته راورسېده

سټريټ چائلډ فټ بال كپ كښې د سپينو زرو مېډل ترلاسه كولو څخه وروستو پاكستانۍ لوبډله  ماسكو څخه هېواد ته راورسېده

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 19 مئی 2018ء) سټريټ چائلډ فټ بال كپ كښې د سپينو زرو مېډل ترلاسه كولو څخه وروستو پاكستانۍ لوبډله ماسكو څخه هېواد ته راورسېده۔ په نیواسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ د مذهبي چارو دوهم وزير پیر محمد امین الحسنات شاہ، او د مسلم هېنډز چيئرمېن لخت حسنېن سره سره سماجي كارمندانو ٬ لوبغاړو او ګڼ شمېر وګړو د دوئي تود هركلې وكړو۔

په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې د مذهبي چارو دوهم وزير پير محمد امين الحسنات شاه ووئيل دا زمونږ خوش قسمتي ده چې دا لوبغاړي اولس مشر ممنون حسېن رخصت كړي وو او مونږ په دې خبره د لوئي څښتن مننه كوؤ چې دوئي غوره نتيجه راوړې۔ ده اولس مشر او وزيراعظم ته ددې لوبغاړو د ډاډګيرنې كولو خواست وكړو۔ د لوبډلې كوچ محمد رشيد ووئيل مونږ د مسلم هېنډ دېره مننه كوؤ چا چې زمونږ مرسته وكړه۔

ده ووئيل زمونږ لوبډله ټېلنټ لري او راروان نړيوال كپ كښې به دې څخه هم د زياتې ښې كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېرو ورځو كښې ماسكو كښې شوي د سټریټ چائلډ نړيوال فټ بال كپ په فائنل كښې پاكستاني لوبغاړو د ازبكسان دلاسه 6-5 پنلټی ککس سره ماتې خوړلو سره د سپينو زرو تمغه ترلاسه كړه۔ په ټاكلي وخت كښې د دواړو لوبډلو ترمينځھ مقابله 1-1 ګول سره برابر پاتې شوه۔ د مېچ پرېكړه په پنلټي ككس وشوه۔ پنلټي ككس كښې ازبكستان 5 او پاكستان 4 ګولونه وكړل۔ په نړيوال كپ كښې د 22 هېوادونو انډر 16 لوبډلو برخه واخسته۔ دې څخه وړاندې په كال 2014ء كښې برازيل كښې شوې سټریټ چائلډ نړيوال کپ كښې پاكستان درېم پوزيشن ترلاسه كړې وو