جنوبي سوډان كښې د ډزو په نتيجه كښې د فټ بال 9 تماشبين مړه شول

جنوبي سوډان كښې د ډزو په نتيجه كښې د فټ بال 9 تماشبين مړه شول

جوبا (پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د جنوبي سوډان پايه تخت جوبا كښې د نامعلومه وسله والو په ډزو د فټ بال 9 تماشبين مړه او 11 ژوبل شوي دي۔مېډيا له مخې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې وګړو په ټي وي د فټ بال مېچ كتلو چې په نتيجه كښې يې 9 كسان مړه او 11 ژوبل شوي۔ژوبل كسان روغتون ته رسولې شوي چې پكښې د ځينو حالت اندېښمن دے۔پوليس له مخې د پیښې پلټنې روانې دي۔