سكاټ لېنډ به راتلونكې كال د مئي په مياشت كښې د افغانستان په ضد د يو ورځنو نړيوالو مېچونو د سيريز كوربتوب كوي

سكاټ لېنډ به راتلونكې كال د مئي په مياشت كښې د افغانستان په ضد د يو ورځنو نړيوالو مېچونو د سيريز كوربتوب كوي

ایډن برګ (پاکستان پوائنٹ نیوز21دسمبر 2018ء) سكاټ لېنډ به راتلونكې كال د مئي په مياشت كښې د افغانستان په ضد د يو ورځنو نړيوالو مېچونو د سيريز كوربتوب كوي۔ افغانستان د دې نه وړاندې په كال 2016 ﺀ كښې د سكاټ لېنډ دوره كړې وه او دې كوربه لوبډلې ته ئې په يواځني يو ورځني مېچ كښې ماتې وركړې وه۔ د سكاټ لېنډ كركټ بورډ د دې خبرې اعلان كولو سره وئيلي چې قومي كركټ لوبډله به د مئي په 8مه او 10 مه نېټه د افغانستان په ضد د دوه يو ورځني نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ دواړه مېچونه به په ګرينج كركټ كلب كولې شي۔ سكاټ لېنډ تېره مياشت د سري لنكا په ضد په 18م او 21م مئي د كېدونكو يو ورځنو نړيوالو مېچونو د كوربتوب كولو اعلان هم كړے.