د پاكستان او هند بلائنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ سيريز به دوبۍ كښې كېږي۔ دواړه هېوادونه بايد خپلو كښې سيريز وكړي۔ د پي بي سي سي چيئرمېن

د پاكستان او هند بلائنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ سيريز به دوبۍ كښې كېږي۔ دواړه هېوادونه بايد خپلو كښې سيريز وكړي۔ د پي بي سي سي چيئرمېن

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) د پاكستان او هند بلائنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ سيريز به راروان كال دبۍ كښې كېږي۔ په دې لړ كښې هند د انتظاماتو جاج اخلي۔ دواړه هېوادونه بايد خپلو كښې سيريز وكړي۔ د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل چيئرمېن سيد سلطان شاه د نهې په ورځ اے پي پي ته ووئيل په نېپال كښې د شوې ورلډ بلائنډ كركټ لمټېډ غونډې په مهال د بلائنډ کرکټ کونسل صدر مهانتیش جی کے سره د سیریز په اړه خبره شوې۔

دغه غونډه كښې دا خبره هم شوې وه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه بايد د كركټ رابطې وي او خپلو كښې بايد سيريز وكړې شي۔ سید سلطان شاہ ووئيل پاكستان هند ته وړاندېز كړې چې راروان كال كښې كېدونكي سيريز كښې بايد درې يو ورځني او درې ټي ټونټي مېچونه وكړې شي۔ ده ووئيل دې سيريز څخه وروستو به بل سيريز راروان كال دبۍ كښې كېږي د كوم كوربتوب به چې پاكستان كوي۔