د ټېسټ لوبغاړو په نوي رېنكنګ كښې يونس خان درې درجې ترقي كولو سره په دوېم لمبر ياسر شاه پنځم لمبر ته ورسېد

د ټېسټ لوبغاړو په نوي رېنكنګ كښې يونس خان درې درجې ترقي كولو سره په دوېم لمبر  ياسر شاه پنځم لمبر ته ورسېد

دبئۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اکتوبر2016ء) د انټرنېشنل کرکټ کونسل (آئي سي سي) د ټېسټ لوبغاړو په نوي رېنكنګ كښې د وېسټ انډيز په ضد ټېست سېريز كښې د پاكستان لوبغاړو په درجه بندۍ كښې ځانګړې ښه والې راغلې ٬ په بېټسمېنانو كښې يونس خان درې درجې ترقي كولو سره په دوېم لمبر په بالرانو كښې ياسر شاه پنځم لمبر ته رسېدلے۔ دغسې مصباح الحق بيا په ټاپ ټېن كښې شامل شوې٬ اظهر علي په 12 لمبر دې او اسد شفيق دوه درجې ترقي كولو سره 14م لمبر ته رسېدلے۔ په آل راؤنډرانو كښې ایشون تر ټولو وړاندې دے٬ د انګلستان بېن سټوكس درې درې پرمختګ كولو سره څلورم لمبر ته رسېدلې۔