د پاکستان او آئرلینډ ترمينځه يوازنې ټېسټ مېچ 11 مئي څخه پېل كېږي

د پاکستان او آئرلینډ ترمينځه يوازنې ټېسټ مېچ 11 مئي څخه پېل كېږي

ډبلن (پاکستان نیوزپوائنٹ 09 مئی 2018ء) د پاکستان او آئرلینډ كركټ لوبډلو ترمينځھ يوازنې ټېسټ مېچ 11 مئي څخه پېل كېږي۔ پاکستانۍ كركټ لوبډلې دې څخه وړاندې نارتھمپټن شائر ته په 4 ورځني پرېكټس مېچ كښې 9 وكټونو سره ماتې وركړې۔ د ټېسټ سټېټس ترلاسه كېدو څخه وروستو دا د آئرلېنډ اولنې امتحان دے۔ پاكستان كركټ لوبډله به د سرفراز احمد او د آئرلېنډ لوبډله به د وليم پورټر فيلډ په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ دې ټېسټ څخه وروستو به پاكستانۍ كركټ لوبډله انګلېنډ ته ځي چرته به چې دوه ټېسټ مېچونه كوي۔