آسټریلیا د ټی ټونټی انټرنېشنل کرکټ په 13 كلنه تاريخ كښې په اولني ځل نړيواله درجه بندۍ كښې اولنې پوزيشن ترلاسه كړو۔ پاكستان دوهم لمبر ته لاړ۔

آسټریلیا د ټی ټونټی انټرنېشنل کرکټ په 13 كلنه تاريخ كښې په اولني ځل نړيواله درجه بندۍ كښې اولنې پوزيشن ترلاسه كړو۔ پاكستان دوهم لمبر ته لاړ۔

دبئی (پاکستان نیوزپوائنٹ 21 فروری2018ء) آسټریلیا د ټی ټونټی انټرنېشنل کرکټ په 13 كلنه تاريخ كښې په اولني ځل نړيواله درجه بندۍ كښې اولنې پوزيشن ترلاسه كړے۔ کېنګروز په درې هېواديز ټي ټونټی سیریز كښې پرله پسې 5 مېچونه ګټلو سره دا درناوې ترلاسه كړې۔ د شورؤ په ورځ انټرنېشنل کرکټ کونسل (آئی سی سی) د آسټریلیا او نیوزی لېنډ ترمينځه د شوي درې هېواديز سيريز فائنل څخه وروستو نوے ټيم رېنكنګ جاري كړې چې ترمخه ئې آسټرېلوی كركټ لوبډلې په اولني ځل وړومبې پوزيشن ترلاسه كړې۔ کېنګروز درې هېواديز سيريز 7 م پوزيشن څخه پېل كړې ؤ۔ دې څخه وروستو پاكستان دوهم او هند درېم لمبر ته تللې وو.