په نړيوال كركټ ليګ جام كښې به (نن) څلور مېچونه كېږي

په نړيوال كركټ ليګ جام كښې به (نن) څلور مېچونه كېږي

دبئۍ (پاکستان نیوزپوائنٹ 07دسمبر2017ء) د نړيوال كركټ كونسل په ورلډ كركټ ليګ جام كښې به (نن) د جمعې په ورځ نور څلور مېچونه كېږي۔ د نړيوال كركټ ليګ په 53م مېچ كښې به د هانګ كانګ او پاپوا نيو ګني لوبډلو ترمېنځه مقابله كېږي دغسې د كينيا او سكاټ لېنډ او د نميبيا او هالېنډ ترمېنځه به په دبئۍ كښئ مېچونه كېږي او په څلورم مېچ كښې به د يو اے اي او نيپال ترمېنځه په شېخ زېد مېدان كښی لوبغالي يو بل ته مخامخ كېږي۔