په قومي ټي ټونټي كپ كښې به ﴿نن﴾ نور دوه مېچونه كېږي

په قومي ټي ټونټي كپ كښې به ﴿نن﴾ نور دوه مېچونه كېږي

پېنډې (پاکستان نیوزپوائنٹ 23نومبر2017ء) په قومي ټي ټونټي كركټ كپ كښې به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ نور دوه مېچونه كېږي۔ د خبر له مخې د پاكستان كركټ بورډ تر سيوري لاندې په پېنډې كښې روان ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ وړومبې مېچ د لاهور وائټس او د اسلام آباد كركټ لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ دويم مېچ به د فېصل آباد او د قبائيلي سيمو د لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د دې ټورنامنټ سيمي فائنلې به ﴿سبا﴾ د خالي په ورځ او فائنل به د نومبر په 26مه نېټه كېږي۔