حسن علي د ون ډے لومړے باؤلر جوړ شو۔ ډي وليئرز د ويرات كوهلي څخه اولنې پوزيشن واخستو

حسن علي د ون ډے لومړے باؤلر جوړ شو۔ ډي وليئرز د ويرات كوهلي څخه اولنې پوزيشن واخستو

دبئی (پاکستان نیوزپوائنٹ20اکتوبر2017ء) د آئي سي سي لخوا د جاري كړې شوي نړيوال رېنكنګ ترمخه د پاكستان نوموړے فاسټ باؤلر حسن علی 6 درجې ترقي كولو سره د ون ډے لومړے باؤلر جوړ شو۔ ډی ولیئرز بېټنګ كښې د ويرات كوهلي څخه اولنې پوزيشن واخستو۔ آل راؤنډرز كښې محمد حفيظ لومړي لمبر ته راغلو۔ د تفصیلاتو ترمخه آئي سي سي تېره ورځ د ون ډے لوبغاړو نوې رېنكنګ جاري كړو چې ترمخه ئې حسن علي لومړے باؤلر وګرځول شو۔

د سوئيلي افرېقې عمران طاهر يوه درجه ښكته كېدو سره دوهم لمبر ته لاړو۔ د آسټرېلیا جوش هیزلووډ درېم ٬ د سوئيلي افريقې کګېسو ربادہ څلورم او د آسټرېلیا مچل سټارک پنځم لمبر ته لاړو۔ په بېټنګ كښې د سوئيلي افرېقې اے بي ډي ویلیئرز د هند كپتان ويرات كوهلي څخه اولنې پوزيشن واخستو۔ د پاکستان بابراعظم دوه درجې ترقي كولو سره څلورم لمبر ترلاسه كړو۔ د آسټرېلیا ډېوډ وارنر يوه درجه كمېدو سره د دوهمې درجې څخه درېمې ته لاړو او د سوئيلي افرېقې کوئنټن ډی کاک درې درجې ښه والي سره 5م لمبر ته ورسېد۔ د آل راؤنډرز په درجه بندۍ كښې محمد حفيظ اولنې او د بنګله دېش شكېب الحسن دوهم پوزيشن ترلاسه كړو۔