دبئي (پاکستان نیوز پوائنٹ 23فروری2016ء) په پاكستان سپر ليګ كښې به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ د خبر له مخې د پي اېس اېل لوبې په متحده عرب اماراتو كښې روانې دي او په ايونټ كښې به ﴿نن ﴾ د جمعې په ورځ وړومبې مېچ د لاهور قلندر او پښور زلمي ترمېنځه كېږي۔ دويم مېچ به د اسلام آباد يونائيټېډ او د كوئټه ګلېډي اېئټرز ترمېنځه كېږي۔ د پاكستان سپر ليګ فائنل به د مارچ په 5مه نېټه كېږي۔
په پاكستان سپر ليګ كښې به ﴿نن﴾ دوه مېچونه كېږي
7 کال لومړی