د قامي اسمبلۍ پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د اګست مياشت غونډو له شيډول جاري كړو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔22 جولائی۔2016) قامي اسمبلۍ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ اګست مياشت كښې د غونډو شيډول جاري كړې دې چې له مخې ئې د پي اے سي 8 غونډې د اګست 16مې نېټې څخه تر 31مې نېټې كولې شي۔

د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د نهې پھ ورځ د اګست پھ 16مه نېټھ د ايوي اېشن ډويژن٬ د شورو په ورځ د اګست په 17مه نېټھ د وفاقي ټېكس محتسب٬ناركوټكس كنټرول ډويژن٬د پېټروليم او قدرتي وسيلو وزارت٬د زيارت په ورځ د اګست په 18مه نېټھ د فېډرل ايجوكېشن اينډ پروفېشنل ټريننګ٬فاټا سېكرټرېټ٬د قامي روغتيا او خدمت وزارت٬د اوبو او برېښنا

وزارت٬د نهې پھ ورځ د اګست په 23مه نېټھ د لوړو زده كړو كميسون٬د شورو په ورځ د اګست په 24مه نېټھ د هاؤسنګ اينډ وركس٬د زيارت په ورځ د اګست په 25مه نېټھ د دفاعي پېداوار وزارت٬د نهې په ورځ د اګست په 30مه نېټھ د اي او بي آئي لس كاله كاركردګۍ په اړه سمندر پورې پاكستانيانو وزارت څخه بريفنګ او د شورو په ورځ د اګست په 31مه نېټھ د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن 10 كاله كاركردګۍ په اړه د تجارت وزارت څخه بريفنګ پشمول د آډټ اعتراضاتو جاج اخستلې شي۔

د غونډې مشري به د پي اے سي چيئرمېن سيد خورشيد احمد شاه كوي۔(وا/ض ض/وس/1937)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ