پیښور كښې د اشتهاري تورن په ډزو يو پوليس اهلكار شهيد شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔22 جولائی۔2016) پیښور كښې د اشتهاري تورن د ډزو په نتيجه كښې يو پوليس اهلكار شهيد شوے دے ۔

د شخصي ټيلي ويژن له مخې حيات آباد سركل بېلو سيمو كښې پوليس سرچ عمليات كول٬كور په كور د لټون په مهال د 74 افغانانو پشمول 100 شكمن كسان ونيولې شول۔

پوليس د لټون په مهال 3 تمانچې او په سلګونو كارتوس هم

ترلاسه كړي۔د پوليس له مخې د اشتهاري تورن د شتوالي په خبر پھ يو كور چهاپه ووهلې شوه چې پھ دې مهال تورن ډزې وكړې چې په نتيجه كښې يې پوليس اهلكار حادم حسېن شهيد شو۔

د كاروائۍ پھ مهال دوه تورن بختيار او اطهر نيولي شوي كومو څخه چې وسله هم ترلاسه شوې۔پوليس ووئيل نيولې شوې تورن په ګڼ شمېر وارداتو كښې ككړ دے۔(وا/ض ض/وس/1937)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې