په سينا كښې د مصري ځواكونو په عملياتو كښې 12 وسله وال وژل شوي

قاهره (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) په سينا كښې د مصري ځواكونو په عملياتو كښې 12 وسله وال وژل شوي۔د عرب مېډيا له مخې د مصر د پوځ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې امنيتي ځواكونو پھ العريش او نورو سيمو كښې د وسله والو ډلې انصار بېت المقدس

په اډو بمباري كړی او پھ نتيجه كښې يې 12 وسله وال مړه او شمېر ژوبل شوي۔

له بلې خوا پھ العريش ښار كښې د نامعلومو وسله والو په ډزو كښې د ملټري پوليسو يو چارواكې وژل شوې۔امنيتي چارواكو د سيمې محاصره كولو سره د تورونو لټون پیل كړی۔(م ع/وس/1527)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې