هند د طاقت د لارې د كشميريانو غږ نه شي غلې كولې۔ لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم وئېلي دي چې هند د طاقت د لارې د كشميريانو غږ نه شي غلې كولې۔

د راډيو پاكستان په پروګرام نقطه نظر كښې خبرې كولو سره ده ووئيل چې د كشمير مسئله ډېره ساده او رښتينې ده بايد دا مسئله حل كړی شي او كشميريانو

ته آزادي وركړې شي۔

ده ووئيل چې هندي ځواكونه په بې ګناه كشميريانو ګولۍ ورولو سره د هغوي غږ نشي خاموش كولې۔ده ووئيل چې پاكستان په سفارتي ډول پھ نړيواله كچه د كشميريانو ملاتړ جاري ساتلې۔

د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې بايد كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركړی شي۔(م ع/وس/1527)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې