پاكستان د جمهوري هڅو په نتيجه كښې جوړ شوے۔ د پاكستان بقاﺀ ٬ سلامتيا٬ يو والي ٬ پرمختګ او د سوكالۍ راز جمهوريت سره تړلې دے۔ د آئين او قانون سرلوړۍ باوري كولو څخه ځانله عزت ترلاسه كولې نشو۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د پاكستان ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مارچ2018ء) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان د جمهوري هڅو په نتيجه كښې جوړ شوے۔

د پاكستان د بقاﺀ ٬ سلامتيا٬ يو والي ٬ پرمختګ او سوكالۍ راز د جمهوريت سره تړلې دے ۔ د آئين او قانون سرلوړۍ باوري كولو څخه ځانله عزت ترلاسه كولې نشو۔

دا خبره ده د پاكستان ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې نن د جمعې په ورځ د جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ وزیراعظم ووئيل ننۍ ورځ 78 كاله وړاندې دهغه عظيمې ورځې يادګېرنه كوي كله چې د سوئيلي آسيا مسلمانانو د غلامۍ زنځيرونو شلولو او د يو آزاد اسلامي رياست جوړولو كلكه پرېكړه كړې وه۔

ده ووئيل په ننۍ ورځ د لاهور تاريخي غونډه كښې مسلم لیګ د قائد اعظم محمد علی جناح په مشرۍ كښې هغه تاريخ جوړونكې قرارداد منظور كړې و كوم چې وروستو د قرارداد

پاكستان په نامه مشهور شو۔

ده ووئېل دې قرارداد د منزل شعور وركړو او د 7 كالو په لږه موده كښې پاكستان جوړ شو۔ د دې منزل تصور علامه اقبال په كال 1930 كښې وړاندې كړې ؤ۔

وزیراعظم ووئيل په دې ورځ به مونږ له خپل پخوا ته په غور كتلو سره د خپل حال او سباؤن جوړولو فكر كول وي۔ ده ووئيل مونږ له خپلو كاميابو سره سره د خپلو كمزوريو هم جاج اخستل وي۔

ده ووئيل پاكستان د جمهوري هڅو په نتيجه كښې جوړ شوے۔ د پاكستان د بقاﺀ ٬ سلامتيا٬ يو والي ٬ پرمختګ او سوكالۍ راز د جمهوريت سره تړلې۔

وزيراعظم ووئېل د آئين او قانون سرلوړۍ باوري كولو څخه ځانله عزت ترلاسه كولې نشو۔ ده ووئيل مونږ له به دا لوظ كول وي چې د ګران هېواد مضبوطيا او سرلوړۍ له به د يو ژوندي او عزم لرونكي قام په توګه د اقبال او قائد افكار د لارې مشال جوړوؤ۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې