پاکستان او مصر د ترهګرۍ يو ډول چېلنجونو سره مخ پاتے شوے۔ د مصر د ستر مفتي د پاكستان دورې او دده لخوا د پاكستان د ټولو مكاتب فكر 1800 څخه د زياتو علماﺀ كرامو د ترهګرۍ په ضد د فتوی توثيق سره به د انتها خوښي ذهنيت مقابله كولو هڅې لا قوي شي۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د مصر مفتی اعظم ډاکټر شوكی ابراهیم عبدالکریم سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مارچ2018ء) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاکستان او مصر د ترهګرۍ يو ډول چېلنجونو سره مخ پاتې شوې۔

د مصر ستر مفتي پاكستان دورې او دده لخوا د پاكستان د ټولو مكاتب فكر 1800 څخه د زياتو علماﺀ كرامو د ترهګرۍ په ضد د فتوی توثيق سره به د انتها خوښي ذهنيت مقابله كولو هڅې لا قوي شي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خپل دفتر كښې د مصر مفتی اعظم ډاکټر شوكی ابراهیم عبدالکریم سره خبرو كښې وكړه۔

د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ٬ دوهم وزير پير امين الحسنات شاه او د مصر سفير محمد فضل يعقوب هم په دې مهال موجود وو۔

وزیراعظم ووئيل اسلامي كاز لپاره د سپېځلو خذماتو په اعتراف كښې د پاكستان حكومت د مصر ستر مفتي ډاكټر شوكي ابراهيم عبد الكريم ته د

"هلال قائداعظم" اعزاز وركولو پرېكړه كړې۔

وزیراعظم د مصر مفتي هركلي كولو سره ووئيل دده دې دورې سره به د پاك مصر دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي او د شريكې خوښی په ټولو څانګو كښې به مرسته لا پراخا شي۔

ده د جامعه الازهر فكري او تعليمي خذمات ستائلو سره ووئيل دا جامعه په اسلامي نړۍ كښې د اعتدال غږ پاتې شوې۔ مفتي اعظم ددورې په مهال د پاكستان حكومت لخوا په تود هركلي او مېلمستيا كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔

ده د " پېغام پاکستان" ګام او مذهبي روادارۍ ته د ودې په لړ كښې د نړيوال كنفرنس ستائنه كولو سره ووئيل دې سره به د ترهګرۍ لعنت مقابلې كولو له د پاكستان د مخلصانه هڅو په حقله يو زبردست پېغام لاړ شي۔

ده د مصر حكومت او اولس لخوا پاكستاني حكومت او اولس لپاره نيكې هيلې هم وزيراعظم ته ورسولې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې