د پاكستان پرمختګ او استحكام جمهوريت سره تړلې دے٬د پیښو چېلنجونو مخ نيوي له به جمهوري رواياتو ته وده وركول وي٬د مارچ 23مه نېټه زمونږ قامي تاريخ كښې يو مهم حېثيت لري۔اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان ورځې په موقع د قام په نامه پیغام او مباركي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مارچ2018ء) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان پرمختګ او استحكام جمهوريت سره تړلې دے٬ د پیښو چېلنجونو مخ نيوي له به جمهوري رواياتو ته وده وركول وي٬د مارچ 23مه نېټه زمونږ په قامي تاريخ كښې يو مهم حېثيت لري۔

ده دا خبره د پاكستان ورځې په موقع د قام په نامه خپل پیغام كښې كړې۔ده په دې موقع ټول قام له مباركي وركولو سره ووئيل پھ دې ورځ زمونږ مشرانو تاريخي قرارداد منظور كړې كوم چې د نيمې وچې مسلمانان د يو واضع او لويې مقصد لپاره لويې يو موټې كړي۔

اولس مشر پھ دې موقع قائداعظم محمد علي جناح٬ډاكټر علامه محمد اقبال او د آزادۍ نورو مشرانو ته پیرزوئنې وړاندې كړې چا چې د خپل كلك عزم او قربانيو سره د پاكستان ترلاسه كولو لاره هواره كړې۔

ده ووئيل دا ورځ مونږ ته يادكېرنه كوي چې پاكستان د جمهوري هلو

ځلو په نتيجه كښې جوړ شوې۔اوس د پاكستان پرمختګ او استحكام جمهوريت سره تړلې۔

دې لپاره ضروري ده چې جمهوري رواياتو ته وده وركړې شي دغسې چې په ټولنه كښې د ورورولۍ او زغم جذبه راپیدا شي ځكه چې دې نه غېر په چېلنجونو قابو موندل مشكل دي۔

اولس مشر ووئيل د تېرو څو لسيزو په مهال د ترهه ګرۍ او جنګ له امله د پاكستان پشمول ټوله سيمه ځپلې شوې۔ده ووئيل خوشحاله په دې يو چې ټول قام يو ئې په ګډه مقابله كړې او په نتيجه كښې يې هېواد نن د امن مركز ګرځېدلې۔

ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهداري او نورې پرمختيائي پروژې د دې ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل بايد په نن ورځ مونږ يو ځل بيا د دې لوظ پخلې وكړو چې مونږ به د خپلو مشرانو په قدم تللو سره پاكستان يو عظيم هېواد جوړوو۔

ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې مونږ له په ښه نيت سره د پاكستان د خذمت جذبه راكړي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې