د پښتون جرنلسټس اېسوسي اېشن اسلام آباد وړومبۍ ټاكنې۔طاهر خان صدر٬ګوهر محسود عمومي سېكتر وټاكلې شول

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مارچ2018ء) پینډۍ اسلام آباد كښې د مېشته پښتنو خبريالانو تنظيم پښتون جرنلسټس اېسوسي اېشن وړومبنو ټاكنو كښې نوموړې خبريال او افغان چار پوهه طاهر خان صدر او ګوهر محسود عمومي سېكتر ټاكلې شوي۔

د ټاكنو كمېټۍ لخوا جاري كړې حتمي نتيجو له مخې مشر خبريال طاهر خان صدر٬ګوهر محسود عمومي سېكتر٬ شهزاد يوسف زئي فنانس سېكتر او محمد عمران د انفارمېشن

سېكتر په چوكو د مقابلې نه غېر ټاكلې شوي۔

د دوي په مقابله كښې ولاړ كانديدانو د ټاكنو څخه يوه ورځ وړاندې د بائېكاټ اعلان كړې ؤ ٬د دې نه پس الېكشن كمېټۍ د دې كانديدانو د كاميابۍ اعلان وكړو۔

الېكشن كمېټۍ لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې ټاكلې شوې كابينه به د نائب صدر په چوكۍ مشاورت سره پريكړه كوي٬د كابينې د نورو غړو اعلان به د ټاكلې كابينې مشاورت نه پس كېږي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې