سي پېك پروژه به نه يوازې پاكستان لپاره "ګيمر چينجر"ثابته شي بلكې دې سره به د سيمې تقدير هم بدل شي٬ سي پېك د پاكستان وژن 2025 سره بشپړه همغږي لري٬د خېبرپښتونخوا او بلوچستان لرې پرتو سيمو او ګلګت بلتستان ته به يو ډول ګټه ورسي٬ سي پېك يوازې يوه ستراتېژكي لوظ نامه نه ده بلكې د پاكستان او چين ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا يو تاريخي مثال دے٬ د پاكستان او چين ترمينځه به زمكي رابطې قوي شي او د پاكستان مواصلاتي ډهانچې ته به وده ترلاسه شي٬هېواد كښې به د توان زياتره پروژې تر 2018 بشپړې شي چې ورسره به د هېواد څخه د لوډشېډنګ په ختمېدو كښې مرسته وشي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د دوه ورځني پاك چين اقتصادي راهداري سمټ او د ايكسپو پرانستې سېشن ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې سي پېك پروژه به نه يوازې پاكستان لپاره "ګيمر چينجر"ثابته شي بلكې دې سره به د سيمې تقدير هم بدل شي٬ سي پېك د پاكستان وژن 2025 سره بشپړه همغږي لري٬د خېبرپښتونخوا او بلوچستان لرې پرتو سيمو او ګلګت بلتستان ته به يو ډول ګټه ورسي٬ سي پېك يوازې يوه ستراتېژكي لوظ نامه نه ده بلكې د پاكستان او چين ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا يو تاريخي مثال دے٬ د پاكستان او چين ترمينځه به زمكي رابطې قوي شي او د پاكستان مواصلاتي ډهانچې ته به وده ترلاسه شي٬هېواد كښې به د توان زياتره پروژې تر 2018 بشپړې شي چې ورسره به د هېواد څخه د لوډشېډنګ په ختمېدو كښې مرسته وشي۔

ده دا خبرې د ګل په ورځ د دوه ورځني پاك چين اقتصادي راهداري سمټ او د ايكسپو پرانستې سېشن ته خطاب كښې وكړې د كوم اهتمام چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د سي پېك پروژې په اړه د شريكې رابطې كمېټۍ درېمې سالګرې په حقله په پاك چين فرينډ شپ سنټر كښې كړې۔

وزيراعظم د سيمې او پاكستان لپاره د څوكالۍ په يو ډول منزل آډانه پروژه په سفارتكارۍ كښې يو نوې تصور ګرځولو سره ووئيل چې د دې د لارې به بې روزګارۍ٬پسماندګي او د غريبۍ ختمېدو كښې مرسته وشي۔

ده د پاكستان او چين په اولس زور راوړو چې خپل اقتصاديات قوي كولو لپاره د ملګرو او وروڼو پشان يو بل سره رابطې وساتي۔

په ګډه كار كولو سره د اقتصادي پرمختګ د لارې سيمه كښې امن او استحكام راتلې شي۔ وزيراعظم ووئيل دواړو هېوادونو تل په سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې۔

په 2005 كښې د زلزلې او 2010 كښې د سېلاب نه پس چين د پاكستان مرسته كړې۔وزيراعظم ووئيل د چين اولس مشر شي جنګ پنګ د پاكستان د 2014 دورې پھ مهال پارلمان ته وئېلي وو چې پاكستان هغه وخت چين سره ولاړ و كله چې هغه يوازې و او اوس به چين په اقتصادي مشكل كښې پاكستان يوازې نه پرېږدي۔

وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې خاص ګرځولو سره ووئيل چې دواړو هېوادونو په نړيوالو فورمونو تل د يو بل

مرسته كړې۔

وزيراعظم ووئيل سيمه كښې امن او استحكام له دواړه هېوادونه په ګډه كار كوي۔ وزيراعظم سي پیك د 21مې پیړۍ مهم اقدام ګرځولو سره ووئيل چې سي پېك د پاكستان وژن 2025 سره بشپړه همغږي لري۔

ده ووئيل پاكستان يو ښه معيشت دے او پاكستان د قدرتي وسائلو څخه ډك هېواد دے۔ وزيراعظم تېرو اتو كلونو كښې د جي ډي پي حواله وركولو سره ووئيل چې د پاكستان سټاك ماركيټ فعاله دے او د غېر ملكي زرمبادلې پانګې زياتې شوې دي٬ په هېواد كښې د امنيت صورتحال ښه شوې٬وزيراعظم ووئيل د دې پروژې لګښت 46 اربه ډالره دے خو د دې مثبت اثرات يو په دوه زيات دي۔

ده ووئيل د خېبرپښتونخوا او بلوچستان لرې پرتو سيمو او ګلګت بلتستان ته به يو ډول ګټه ورسي٬ سي پېك يوازې يوه ستراتېژكي لوظ نامه نه ده بلكې د پاكستان او چين ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا يو تاريخي مثال دے٬ د پاكستان او چين ترمينځه زمكي رابطې به قوي شي او د پاكستان مواصلاتي ډهانچې ته به وده ترلاسه شي٬ په هېواد كښې به د توان زياتره پروژې تر 2018 بشپړې شي چې ورسره به د هېواد څخه د لوډشېډنګ په ختمېدو كښې مرسته وشي۔

ده ووئيل چين ګواد سره تړلو لپاره به د 162 مليونه ډالرو په لګښت يوه ستره لار هم جوړولې شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د رېلويز او په بنيادي ډهانچه به 10 اربه ډالره څخه زيات خرڅ كولې شي۔

ده ووئيل 35 اربه ډالر د توان څانګو لپاره دي دې سره به 10400 مېګاواټ برېښنا پېدا شي او دې سره به د پاكستان معيشت هم ښه شي۔

وزيراعظم ووئيل چې په هېواد كښې د توان زياتره پروژې به تر 2018 بشپړې شي۔ دې سره به هېواد كښې د توان كمبوت هم ختم شي۔

په دستوره كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي٬ د بلوچستان اعلٰی وزير ثناﺀ الله زهري٬ د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير حافظ حفيظ الله٬ په پاكستان كښې د چين سفير سن وائي ډونګ٬ په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد٬نوموړې صنعت كارو٬پارلماني غړو٬سفيرانو او كاروباري كسانو ګډون وكړو۔

د دې نه وړاندې وزيراعظم د سي پېك ايكسپو پرانسته هم وكړه۔(ص ف/م ع/وس/1706)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې