د سيمې پرمختګ د چين پخوانې خوب دے٬چين پاكستان خپل نزدې ملګرې ګڼي٬ اقتصادي راهداري به د ټولې سيمې پرمختګ او څوكالۍ له مهم كردار ترسره كړي۔پاكستان كښې د چين سفير سن وائي ډونګ سي پېك سمټ او ايكسپو پرانستې سېشن ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) پاكستان كښې د چين سفير سن ډونګ ووئېلې دي د سيمې پرمختګ د چين پخوانې خوب دے٬چين پاكستان خپل نزدې ملګرې ګڼي۔

چين پاكستان اقتصادي راهداري يوازې د چين او پاكستان ترمينځه د مرستې زياتولو د تګلارې نامه نه ده بلكې دا د ټولې سيمې پرمختګ او څوكالۍ له مهمه پروژه ده۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سي پیك پروژې سمټ او ايكسپو پرانستې سېشن ته خپل خطاب وكښې وكړه۔د چين سفير ووئيل اقتصادي راهداري د دواړو هېوادونو ترمينځه په مهمو څانګو كښې په مرسته اډانه اقداماتو او د پروژو پېكج دے۔

ده ووئيل د

دواړو هېوادونو اړيكې ښه كولو له يوه مهمه موقع رامخې ته شوې او مونږ له د دې پروژې كاميابيو لپاره كردار ترسره كول وي۔

د چين سفير ووئيل چين پاكستان اقتصادي راهداري پروژه د چينائي اولس مشر د وژن عكاسي كوي۔ده ووئيل سږ كال پاكستان او چين سفارتي اړيكو 60مه سالګره هم لمانځلې۔

ده ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه يوازې د چين او پاكستان ترمينځه د مرستې زياتولو لپاره نه بلكې دا به د سيمې پرمختګ او څوكالۍله مهم كردار ترسره كړي۔

ده ووئيل د چين نوموړې كمپنۍ او سرمايه كار پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كوي۔(ص ف/ض ض/وس/170)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې