46 ارب ډالره كښې د 18 اربه ډالرو په پروژو كار روان دے دغسې 17 اربه راتلونكې دي ٬ پاكستان او چين به 2018 كښې په ګډه سېټلائيټ لانج كړي٬سي پېك پروژه يوازې د سړكونو جال نه يو فريم ورك دے٬پروژه د دواړو هېوادونو د وژن عكاسي ده٬د اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه د وړومبي پړاؤ پروژې به 18-2017 كښې بشپړې شي۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د چين پاكستان اقتصادي راهداري سمټ اينډ ايكسپو ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي 46 اربه ډالره كښې د 18 اربه ډالرو په پروژو كار روان دے دغسې 17 اربه ډالره راتلونكې دي ٬ پاكستان او چين به 2018 كښې په ګده سېټلائيټ لانج كړي٬سي پېك پروژه يوازې د سړكونو جال نه يو فريم ورك دے٬پروژه د دواړو هېوادونو د وژن عكاسي ده٬د اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه د وړومبي پړاؤ پروژې به تر 18-2017 بشپړې شي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ چين پاكستان اقتصادي راهداري سمټ اينډ ايكسپو ته خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل چين پاكستان اقتصادي راهداري د معاشي مرستې او كاروباري رابطو جوړولو پروژه ده۔

د منصوبې ترمخه به په لويه توګه چينائي سرمايه كاري راشي او صنعتي زونز به جوړ شي۔ده ووئيل مينځني آسيا او د پاكستان تجارتي

ادارو ترمينځه رابطو ښه كولو ته اړتيا ده٬ ده ووئېل تر 2018 به په هېواد كښې 10400 مېګاواټ برېښنا پیدا كولو پروژې بشپړې شي چې ورسره به هېواد كښې د توان په بحران قابو وموندلې شي۔

ده ووئيل دا پروژې د سي پیك ترمخه د بشپړېدو نه پس به د هېواد سماجي او معاشي حالت ښه شي۔د چين كمپنۍ لس زره مېګاواټھ برېښنا پروژو په وخت بشپړولو له شپه او ورځ كار كوي۔

د چين كمنپۍ ټرانسمېشن او ډسټري بيوشن لائنز ښه كولو له هم كار كوي۔ده ووئيل د سي پېك سمټ او ايكسپو سره به په وګړيو كښې د اقتصادي راهدارۍ پروژو په اړه شعور بېدارولو له مرسته تر لاسه شي۔

سمټ كښې د پاكستان او چين سرمايه كار او پوهانو به د پروژې بېلو اړخونو په اړه زيات معلومات ترلاسه كړې شي۔ده ووئيل شخصي څانګې ته به د هنرمندو پېدا كولو يو لويې چېنلج پیښ وي۔(ص ف/ض ض/وس/170)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې