مجلسِ وحدت المسلمین له د هړتال ختمولو په لړ كښې باور نه دې وركړې شوې۔د داخله وزارت وياند سپيناوې
اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) د داخله وزارت وياند د مجلسِ وحدت المسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري په بيان د غبرګون څرګندونه كولو سره واضح كړې چې د داخله وزارت لخوا مجلسِ وحدت المسلمین سره هېڅ ډول لوظ نه دې شوې او نه د هړتال ختمولو په اړه كوم باور وركړې شوې ؤ۔
د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وياند ووئيلي دي داخله وزير د اګست په 5مه د علامه ناصر عباس جعفري پوښتنې له روغتون ته تللې ٶ او د پوښتنې په مهال
تر دې حده خبره شوې دے چې كه مجلسِ وحدت المسلمین كوم شرط نه ږدي نو زه به صوبائي حکومتونو سره د مجلس په معاملاتو ترسره كولو كښې مرسته وكړم ۔
وياند ووئيل د كورنيو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان هڅې كوي چې صوبائي حکومتونو ته د مشاورت د لارې د اېم ډبليو اېم د غوښتنو مناسب هوارے ولټولې شي دغسې چې اېم ډبليو اېم احتجاج پرېږدي او په مهمو قامي چارو كښې د حكومت لارښودنه وكړي خو دې كردار له ناوړه رنګ وركول بېخي زياتې دے۔