په مېټرك بورډ كښې د 1004 نمبرې ترلاسه كونكې زده كونكې نرګس ګل ته د پنجاب حكومت لخوا د وړيا تعليم وركولو باور وركړی شو٬ميا شهباز شريف زده كونكې سره د هغې پھ كور كښې ملاقات وكړو
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د پنجاب وزيراعلٰی ميا شهباز شريف د چكوال په مېټرك بورډ كښې د 1004 نمبرې ترلاسه كونكې زده كونكې نرګس ګل ته د پنجاب حكومت لخوا د وړيا تعليم وركولو باور وركړې ۔
د پي ټي وي له مخې د چكوال په جونګړو كښې اوسېدونكې زده كونكې سره د ملاقات په مهال مباركي وركړه او وې وئېل چې پھ دې كاميابۍ
د زده كونكې ښونكي او مور او پلار د مباركۍ حقدار دي۔
ده زده كونكې ته لېپ ټاپ او د 5 لاكهو روپو چېك وركولو سره ووئيل چې كه ډاكټره يا انجينئره جوړیدل غواړې د پنجاب حكومت به ستاسو ټول تعليمي اخراجات پوره كوي او كورنۍ ته به يې استوګنه هم وركولې شي۔
ده د سكول مشرې ته ټېليفون وكړو او هغې ته يې هم مباركي وركړه۔