سيمه ايزه مرسته د معاشي پرمختګ مهمه ستن ده۔ د هېواد پرمختګ له به د نجي څانګې وړاندې راتلل وي۔ د حكومت كار د خنډانو لرې كول دي۔ پاكستان د استحكام په لاره روان شوے۔ چاته به خپله خاوره د كوم هېواد په ضد د كارولو اجازه ورنكړو۔ د سياسي استحكام نشتوالي په سبب منځنۍ آسيا سره د پاكستان تجارتي اړيكې زياتې نه شوې۔ پاكستان يورامخې ته كېدونكې طاقت جوړيږي۔ د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزيراحسن اقبال پاک افغان سنټرل ایشین ریپبلکن سټېټس ټرېډ ایګزیبیشن اېنډ سمټ ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې سيمه ايزه مرسته د معاشي پرمختګ مهمه ستن ده۔

د هېواد پرمختګ له به د نجي څانګې وړاندې راتلل وي۔ د حكومت كار د خنډانو لرې كول دي۔ پاكستان د استحكام په لاره روان شوے۔

چاته به خپله خاوره د كوم هېواد په ضد د كارولو اجازه ورنكړو۔ د سياسي استحكام نشتوالي په سوب منځنۍ آسيا سره د پاكستان تجارتي اړيكې زياتې نه شوې۔

پاكستان يو رامخې ته كېدونكې طاقت جوړيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د شورؤ په ورځ پاک افغان سنټرل ایشین ریپبلکن سټېټس ټرېډ ایګزیبیشن اېنډ سمټ ته خطاب كښې وكړه۔

ده ووئيل په دې دور كښې هغه هېواد غوره ګڼلے شي د كوم معاشي صورتحال چې مستحكم وي۔ په معاشي توګه نړۍ كښې د پاكستان صورتحال د ښه كېدو پلو روان دے ۔

حكومت د معيشت ښه كولو ته پاملرنه كوي۔ ده ووئيل چې پاكستان او افغانستان يو بل سره يو شمېر شريك روايات لري۔ پاكستان د افغانستان د لارې تر منځنۍ آسيا خبلې تجارتي هلې ځلې پېل كول غواړي۔

پاکستان او افغانستان منځنۍ آسيا او چين لپاره

معاشي مركز ثابتېدې شي۔ ده ووئيل د كوئټې پېښې څخه وروستو به ويښ وسېدل وي او د داسې سازشونو ناكامه كولو له به د يو والي څرګندونه كول وي۔

ده ووئيل د انتها خوښۍ نوغې ويستلو له هم هڅې روانې دي۔ ده ووئيل سی پېک او پاک افغان سنټرل ایشین ریپبلکن سټیټس ټرېډ ایګزیبیشن اېنډ سمټ سره به سيمه ايزې مرستې او تجارتي هلو ځلو ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔

ده ووئيل د کاسا 1000 او تاپی په ډول د انفراسټركچر پروژې روانې دي۔ ده ووئيل مونږ له به سيمه ايزه مرسته لا زياتول وي۔

مونږ له به خپل مصنوعات د منځنۍ آسيا منډيانو ته وړل وي۔ ده ووئيل د پاكستان په اړه د نړۍ سوچ بدل شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كوئټې پېښه د غندنې وړ ده۔

مونږ له به حوصله په ځائ ساتل وي۔ په هېواد كښې د امن او امان صورتحال ښه كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل اقتصادي راهداري يو حقيقت دے پاكستان او چين د دې عزم لري او دا به د ټولې منطقې په ګټه وي۔

ده ووئيل د سي پېك دښمنانو ته ماتې وركولو سره به دا منصوبه يو حقيقت جوړوو۔ ده ووئيل پاكستان كښې د چين نه زياتې تندۍ سره منصوبې پاې ته رسي۔(وا/م ع/ګ ل/1728)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې